خوست کې د څه باندې ٨ زره ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې
شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۵۷۲ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او ۲۰۱۴ تنو ته د مور او ماشوم خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز په یاده موده کې ۲۴۵۷۲ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو سربېره ګڼو هېوادوالو ته د کورنۍ د تنظیم خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
