زابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو د نویو غړو ټاکل پیل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۴:۴۲
Z

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په زابل ولایت کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکلو بهیر پیل شو، چې په لومړي پړاو کې یې د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې پنځه تنه د نویو غړو په توګه وټاکل شول.

د غړو د ټاکلو په موخه جوړه شوې غونډه کې سیمه‌ ییزو مسؤولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او لوستو ځوانانو ګډون کړی و، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه د نويو غړو په توګه وټاکل شول.

د غونډې پر مهال ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د بشردوستانه فعالیتونو، اووه ګونو بنسټیزو اصولو او د ولایتي مجامعو د ارزښت، دندو او مسؤولیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.

د ولایتي مجامعو نوي غړي به په خپلو سیمو کې د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، د اړمنو خلکو د اړتیاوو په پېژندلو او د بشردوستانه خدمتونو په پراختیا کې فعاله ونډه ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۴:۴۲
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو د نویو غړو ټاکل پیل شول

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په زابل ولایت کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکلو بهیر پیل شو، چې په لومړي پړاو کې یې د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۳
Background image

بدخشان؛ ۵۰۰ زیانمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار په بېلابېلو ناحیو او کلیو کې ۵۰۰ هغو بزګرانو ته، چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، ۱۱.۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

پروان؛ له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو له کمښت سره مخ، له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره د مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې دوه میلیونه. . .

BACK TO NEWS