پروان؛ له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
پنجشنبه، ۱۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو له کمښت سره مخ، له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره د مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې مېرمنې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې موخه د یادو مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د خوراکي ناامنۍ د اغېزو کمول دي.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې او وروستۍ میاشت کې به هم دغو مېرمنو ته د همدې پروګرام په چوکاټ کې ورته نغدي مرسته ووېشل شي.
