د نورستان سېلاب؛ په پارون کې د نادرکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي
شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸
د نورستان ولایت د مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ځانګړي ټیمونه د اړوندو ادارو په همغږۍ، د نادرکه شوو کسانو د لټون پر عملیاتو بوخت دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر دې مهاله ۲۳ تنه شهیدان، ۳۷۸ کورونه ویجاړ او ۱۲۰ دوکانونه له منځه تللي دي.
د لټون عملیات او د زیانونو ارزونه لا هم روانه ده، احتمال لري، د تلفاتو په شمېر کې تغیر راشي.
