د نورستان سېلاب ځپلو ته د سعودي عربستان بېړنۍ مرسته؛ د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۸:۴۷
K

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارلې.

دغه مرسته په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال، ښاغلي استاذ علي محمد الحصان، د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، ته وسپارله؛ څو پر نورستان کې پر سېلاب‌ ځپلو کورنیو ووېشل شي.

په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ نيم کیلو بوره او ۵ لېټره غوړي شامل دي.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرستو د سپارلو پر مهال وویل، د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان د سېلاب‌ ځپلو کورنیو لپاره په ټولیز ډول د خوراکي توکو ۱۰۰۰ کڅوړې ځانګړې کړې دي، چې له هغې ډلې ۵۰۰ کڅوړې نن افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې او پاتې ۵۰۰ نورې به هم په نږدې ورځو کې وسپارل شي.

نوموړي د سعودي عربستان له حکومت او خلکو څخه د دوامدارو بشري همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل، دغه مرستې به د نورستان د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د بېړنیو خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه ونډه ولري.

ورپسې په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال، د حرمینو شریفینو د خادم په استازیتوب، د نورستان د وروستیو سېلابونو له امله له افغان ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي د پېښې شهیدانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او زیانمنو کورنیو ته د صبر او زغم دعا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې سعودي عربستان به د افغان ولس د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS