د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنو شویو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د ختيځ زون ننګرهار ولايت ته سفر وکړ!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنو شویو کډوالو د وضعیت ارزونې په موخه د ختيځ زون ننګرهار ولايت ته سفر وکړ!
نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د يو پلاوي په ملتيا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ چې پکې يې د ختیځ زون د رئيس ښاغلي مولوي قمر ګل نصرت او د ياد ولايت د نماينده ګۍ له رئيس ښاغلي مولوي فضل الرحمن فياض سره د تورخم په عمري پنډغالي کې د کډوالو د وضعيت ارزونې، اړتیاوو معلومولو او هغوی ته پر وخت او لازمو خدماتو د برابرولو په موخه ليدنه وکړه.