سرپرست عمومي رئیس، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول سره کډوالو ته د بېړنیو مرستو په اړه وکتل

دوشنبه، ۲۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي سمیع الفخوري او مل پلاوي سره راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو د جلب په موخه وکتل.
کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون د تېرو مرستو مننه وکړه او د کډوالو لاسنيوى يې د ټولو نړيوالو خيريه بنسټونو ګډ مسٸوليت وباله او غوښتنه يې وکړه څو په دې بېړني حالت کې له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته د کډوالو د بېرته راتګ برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.
همدا راز ښاغلي دلاور زياته کړه چې افغاني سرې میاشتې د راستنېدونکو کډوالو لپاره په جوړو شوو پنډغالو کې د هغوی ستونزو د حل په موخه د اوبو، پخو خوړو او روغتیا برخه کې پوره تدابیر نیولي خو د خدماتو د پراختيا لپاره دې بيا هم همکار خیریه بنسټونه د سرې مياشتې ملاتړ وکړي.
د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسئول د افغاني سرې میاشتې له لوري کډوالو ته ترسره کېدونکي خدمات مهم یاد کړل او زیاته یې کړه: " موږ هڅه کوو ترڅو نږدې ورځو کې په هرات او نیمروز ولایتونو کې د کډوالو لپاره د جوړو شویو لنډمهاله پنډغالو د حالت له نږدې ارزونه وکړو، هغه ستونزې او نیمګړتیاوې چې موجودې وي، د هغو د هواري په موخه کوښښ کوو له نورو کاري شریکانو سره همغږي او د مرستو راجلبولو په پار ناستې ولرو. "