بلخ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنيو څه باندې ۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
سې شنبه، ۲ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو کلیو پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرسته یادو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې موده وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې یو نیم میلیون افغانۍ وېشل شوې وې.
