هرات؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونه ناروغان له روغتيايي اسانتياوو برخمن شوي دي
سې شنبه، ٢ رجب ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٦٩٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٢٤٢٨ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
