لغمان کې ۱۹۰ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ورکړل شوې
دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۹۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره له روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو مرسته وکړه، چې له ډلې یې ۱۰۲ کورنیو ته د حفظ الصحې او ۸۸ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ پر ۱۸۵ کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
