کندهار کې د سرې میاشتې له لوري د مرستو د وېش لړۍ ۲۰۰۰ کورنیو ته ورسېده!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۱۲:۴۳
جريان توزيع کمک ها از طرف جمعيت هلال احمر افغاني در كندهار به ۲۰۰۰ فاميل رسید!

د کندهار ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په تېرو څلورو ورځو کې  له وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ ۲۰۰۰ کورنیو ته ورسېده.

د تېرو درې ورځو په تعقیب د خوراکي توکو یاده مرسته نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۵مه د سرې میاشتې له لوري د جنوب زون د رییس ښاغلي اختر محمد خادم او د کندهار د نمایندګۍ د رییس ښاغلي فیض الله فیضي په شتون کې وویشل شوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو څو ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۲۰۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته هم هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې وویشل شي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به له کندهار وروسته په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

کابل؛ افغاني سرې مياشتې او د روسیې سره صلیب د بشري همکاریو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د روسیې د سره صلیب له مشر پاول ساوچوک او مل پلاوي سره په کابل کې د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل؛ ۶۵ کارکوونکو د اداري اساساتو او مدیریت دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام بشپړ کړ

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت په نوښت، د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو ۶۵ کارکوونکو ته د اداري اساساتو او مدیریت په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

میدان وردګ؛ په یوه میاشت کې له ۴ زرو ډېرو ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

پنجشنبه، ۲۰ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۷۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS