کابل؛ ۶۵ کارکوونکو د اداري اساساتو او مدیریت دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام بشپړ کړ
پنجشنبه، ۲٠ ربیعالأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت په نوښت، د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو ۶۵ کارکوونکو ته د اداري اساساتو او مدیریت په برخه کې دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام بشپړ شو.
د دې پروګرام د پای په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د مقام سلاکارانو، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
د کارکوونکو چارو رئیس مولوي شفیقالله امیني د غونډې د پيل پر مهال وویل، سالمه او اغېزمنه اداره هغه مهال رامنځته کېدای شي چې کارکوونکي خپلې دندې د اداري اصولو او مسلکي معیارونو له مخې ترسره کړي.
نوموړي دغه روزنیز پروګرام د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د پیاوړتیا، د حساب ورکونې د پراختیا او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له روزنې ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي.
هغه همدارنګه د کارکوونکو د دوامدارې مسلکي روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ورته پروګرامونو دوام کولی شي د ادارې د چارو د اغېزمنتیا او د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال هم د اداري اصولو او مسلکي وړتیاوو په برخه کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د ادارې د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره مهم وبلل.
نوموړي وویل، مسلکي او وړ کارکوونکي د هرې ادارې د پرمختګ مهمه برخه جوړوي او د کارکوونکو د مهارتونو پیاوړتیا کولی شي د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو، د چارو د منظم تنظیم او د ستونزو د اغېزمن حل زمینه برابره کړي.
یاده غونډه د روزنیز پروګرام فارغانو ته د تصدیق پاڼو په وېش پای ته ورسېده.
