کابل؛ افغاني سرې مياشتې او د روسیې سره صلیب د بشري همکاریو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۵:۲۴
K

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د روسیې د سره صلیب له مشر پاول ساوچوک او مل پلاوي سره په کابل کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ، بشري همکاریو او مرستو د پراختیا په اړه وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه اداره د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو، اړمنو او له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کورنیو د ملاتړ ترڅنګ، د بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرامونه هم پلي کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت په ټول هېواد کې د ۲۱۷ ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د قلبي روغتون له لارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو ترڅنګ، په اوو سیمه‌ ییزو زونونو کې د رواني ناروغانو د درملنې او پاملرنې خدمتونه هم پر مخ وړي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د یادو خدمتونو د لا پراختیا لپاره د دواړو ادارو ترمنځ همغږي او د همکاريو دوام مهم وباله .

له بل لوري د روسیې د سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه وستایل او د اړیکو او همکاریو د دوام ژمنه يې وکړه. نوموړي همدارنګه د دواړو ادارو ترمنځ د رضاکارانو د روزنې او د تجربو د شریکولو په برخو کې پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټينګار وکړ.

ښاغلي ساوچوک په روسیه کې مېشتو افغانانو او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو او ملاتړ په برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ کچې پر لوړولو تاکيد وکړ.

د کتنې په پای کې دواړو لوریو د بشري خدمتونو د پراختیا، اړمنو خلکو ته د لا اغېزمن ملاتړ او د افغاني سرې مياشتې او روسیې سره صلیب ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

کابل؛ افغاني سرې مياشتې او د روسیې سره صلیب د بشري همکاریو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د روسیې د سره صلیب له مشر پاول ساوچوک او مل پلاوي سره په کابل کې د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل؛ ۶۵ کارکوونکو د اداري اساساتو او مدیریت دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام بشپړ کړ

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت په نوښت، د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو ۶۵ کارکوونکو ته د اداري اساساتو او مدیریت په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

میدان وردګ؛ په یوه میاشت کې له ۴ زرو ډېرو ناروغانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

پنجشنبه، ۲۰ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۷۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS