کونړ؛ څه باندې ۱۰ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي
چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۰۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او ۳۴۲ تنو ته د مور او ماشوم خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز په یاده موده کې ۶۵۰۸ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو سربېره ګڼو هېوادوالو ته د کورنۍ د تنظیم خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
