کندهار؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو له انځرګي پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د کډوالو وضعیت یې له نږدې ولید.
ښاغلي مرستيال د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نصب شوو خېمو، پخو خوړو د وېش، د څښاک اوبو رسولو، روغتیایي او نورو بشري خدمتونو د اروزنې ترڅنګ کارکوونکو او مسٸولينو ته د کډوالو لپاره د مرستو په رسولو کې د چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل: د افغاني سرې میاشتې ټولنه به د کډوالو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپل بشري او انساني مسؤولیت ته دوام ورکړي او شته امکاناتو ته په کتو به د دوى هر اړخيز خدمت وکړي.