د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵۰
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

چهارشنبه، ۲۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یوه پلاوي په ملتیا کندهار ته د سفر په ترڅ کې د ولایت له والي ښاغلي ملا شیرین اخند سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو وکتل.
کتنه کې ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د افغاني سرې میاشتې د بشري، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او کندهار کې یې د اړمنو، بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو د درملنې بهیر د چټکتیا او پراختیا ژمنه وکړه.
ښاغلي والي، د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي خدمتونه د افغان ولس لپاره اغېزمن یاد کړل او ددې خیریه ملي ټولنې د بشرپالو فعاليتونو د بشپړ ملاتړ ډاډ يې څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

چهارشنبه، ۲۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یوه پلاوي په ملتیا کندهار ته د سفر په ترڅ کې د ولایت له والي ښاغلي ملا شیرین اخند سره د یو شمېر مهمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدماتو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه د مرکز او ولایتونو ۵۵ تنو روغتیاپالانو ته څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، د سکرتر جنرال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

دوشنبه، ٢٧ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS