د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدماتو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه د مرکز او ولایتونو ۵۵ تنو روغتیاپالانو ته څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ترکیې سرې میاشتې، ډنمارک او ناروې سرو صلیبونو د مسؤلینو په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستيال د روغتیایي خدمتونو د مؤثریت برخه کې د نړیوالو کاري شریکانو د مالي او تخنیکي ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول ورکشاپونه کولی شي د روغتیايي خدمتونو د کارکوونکو په ظرفیت لوړونه کې اغېزمن تمام شي، هغه د یاد روزنیز ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي، څو په ښه شکل د ناروغانو خدمت وشي. 
ورپسې د روغتیايي خدمتونو ریاست رئیس ښاغلي ډاکټر عبد الله عرفان یاد روزنیز ورکشاپ د روغتیايي خدمتونو د پرمختګ برخه کې ګټور وباله او ټینګار یې وکړ، چې روغتیاپالان باید په خپلو سیمو کې اړمنو او بې وسه هېوادوالو ته پر وخت  او اغېزمن خدمات وړاندې کړي. 
د یادونې وړ ده، چې دې روزنیز ورکشاپ کې به ډاکټرانو ته له ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې د پنځه کلنې ستراتیژۍ د پراختیا، لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې د پروګرام، امبولانس خدمتونو، روغتیا ساتنې او د وینې بانک د چوپړتیاوو په اړه لازم معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

چهارشنبه، ۲۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یوه پلاوي په ملتیا کندهار ته د سفر په ترڅ کې د ولایت له والي ښاغلي ملا شیرین اخند سره د یو شمېر مهمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د روغتیایي خدمتونو د پنځه کلنې ستراتیژۍ د لا پراختیا په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې روغتیایي خدماتو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه د مرکز او ولایتونو ۵۵ تنو روغتیاپالانو ته څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ، د سکرتر جنرال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

دوشنبه، ٢٧ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS