امريکا کې مېشت افغان د کونړ زلزلهځپلو سره مالي مرسته افغاني سرې مياشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
يو افغان هېوادوال چې دا مهال په امريکا کې اوسيږي، د انساني همدردۍ او هېوادنۍ مينې پر بنسټ د کونړ زلزله ځپلو کورنيو د لاسنيوي او ورته د ژوند لومړنيو اسانتياوو د برابرولو په موخه مرکزي دفتر ته په راتګ، شپږ سوه شپږ شپېته زره، شپږ سوه او شپږ شپېته (۶۶۶۶۶۶) افغانۍ نغدي مرسته، افغاني سرې مياشتې ته وسپارله.
ياد هېوادوال چې نه غوښتل نوم او تصوير يې خپور شي، وويل: د وروستۍ زلزلې له امله زموږ زيات شمېر هېوادوالو خپل ژوند د لاسه ورکړ، زيات شمېر نور ټپيان شول او خلکو ته يې په لوړه کچه مالي زيانونو واړول، دا زموږ د ټولو ګډ مسٸوليت دى، څو د زيانمنو هېوادوالو د لاسنيوي برخه کې ګړندۍ هڅې وکړو.
افغاني سرې مياشتې په دې مرسته خوښي وښوده، د ياد هېوادوال د نېک احساس قدردانى يې وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې مرسته به يې په پشپړ شفافيت تر زيانمنو کورنيو رسوي.