کابل؛ د مالي مدیرانو لپاره ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکز، سیمه ییزو زونونو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو او مرستونونو ۲۴ مالي مدیرانو ته د مالي محاسبې، مالي لارښود او مالي سیستم په اړه ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د مالي چارو رئیس، حافظ شبیر احمد عثماني وویل چې د دغه ورکشاپ موخه د مالي مدیرانو د مسلکي ظرفیت لوړول، د مالي مدیریت پیاوړتیا او د ادارې د کاري کیفیت ښه والی دی. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې ترلاسه شوې زده کړې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې عملي کړي.
دغه روزنیز ورکشاپ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې ګډونوال به پکې د مالي مدیریت، مالي محاسبې، حساب ورکونې، مالي لارښود او مالي سیستم د اغېزمنې کارونې په اړه عملي او مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري خدمتونو د اغېزمنتیا لپاره د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د روزنیزو پروګرامونو له لارې د ادارې د کاري کیفیت د لا پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
