هرات؛ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د کاروبار د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۷:۱۸
H

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هانګ کانګ سره صلیب په مالي او د ډنمارک سره صلیب په تخنیکي ملاتړ، د هرات ښار او ګذره ولسوالۍ ۱۴ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د ۱۵۷ زره او ۴۸۰ افغانیو په ارزښت د خپلو کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره اړین وسایل ووېشل شول.

 دوی د هغو ۶۰ کورنیو له جملې وې، چې څه موده وړاندې یې د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره د افغاني سرې میاشتې څخه مرسته ترلاسه کړې وه او دا مهال د کاروبارونو د پراختیا برخه کې د امکاناتو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ وې. له دې کبله، د هغوی اړتیاوو ته په کتو نور اړین وسایل ورته برابر او ووېشل شول.

په دې مرسته کې د هرې کورنۍ د کسب او اړتیا له مخې کولر، لمریز برېښنايي سیستم، جنراتور، سیوری جوړوونکي او نور اړین وسایل شامل وو، څو د برېښنا نشتوالی، سخته ګرمي او په پرانیستو ځایونو کې د کار ستونزې راکمې او د کاروبار د دوام لپاره مناسب شرایط برابر شي.

دغه پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي پیاوړتیا، پر ځان د بسیا کېدو او د دوامدارو عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلي کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۲۰:۶
Background image

کابل؛ د جنیوا کنفرانس لپاره د افغاني سرې میاشتې د واحد پلان پر چمتووالي بحث وشو

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر د یو شمېر رئیسانو او د ملي ټولنو نړيوال فدراسيون د استازې اغلې ماري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۹:۴۶
Background image

بلخ؛ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د عایداتي سرچینو د برابرولو لپاره مرستې ووېشل شوې

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په البرز ولسوالۍ کې پر ۶۵ زلزله‌ ځپلو کورنیو د عایداتي سرچینو د برابرولو او ځان بسياينې په موخه مرستې وشوې.

دغه مرستې، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۴۷
Background image

کابل؛ د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د دوه‌ ویشتمې ناحیې د سهاک په سیمه کې هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو سېلابونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS