کابل؛ د لومړنیو مرستو روزونکو ته پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۵۲
K

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست په نوښت او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د لومړنیو روغتیايي مرستو ۷ تنه روزونکو ته د مسلکي او اغېزمنو روغتيايي مرستو د وړاندې کولو په موخه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د روغتیايي خدمتونو رئیس، ډاکټر عبدالله عرفان، د لومړنیو مرستو په برخه کې د روزونکو د ظرفیت لوړول د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو د کیفیت او اغېزمنتیا لپاره مهم وبلل.

نوموړي وویل، د دې ورکشاپ له بشپړېدو سره به روزونکي وکولای شي خپله ترلاسه کړې پوهه او تجربې له نورو روزونکو او رضاکارانو سره شریکې کړي، چې په پایله کې به د لومړنیو مرستو په برخه کې د رضاکارانو وړتیاوې لا پیاوړې شي.

ښاغلي عرفان له ګډونوالو وغوښتل، چې له روزنیزو مطالبو څخه اغېزمنه ګټه واخلي او خپلې زده کړې له نورو سره شریکې کړي. هغه زیاته کړه، چې د کاري شریکانو په ملاتړ به د ظرفیت لوړونې دا لړۍ دوام ومومي، څو د بېړنیو پېښو پر مهال د چټک او اغېزمن غبرګون لپاره د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو چمتووالی لا پیاوړی شي.

د پنځه ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو په اغېزمن ډول د وړاندې کولو په اړه لازمې نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.

افغاني سره میاشت د لومړنیو روغتيايي مرستو په برخه کې د روزونکو او رضاکارانو د مسلکي ظرفیتونو پر پیاوړتیا کار کوي، څو د پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال پر وخت او اغېزمن لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان؛ ۲۴ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شول

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ۲۴ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

کابل؛ د لومړنیو مرستو روزونکو ته پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست په نوښت او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د لومړنیو روغتیايي مرستو ۷ تنه روزونکو ته د مسلکي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۳۳
Background image

د افغاني سرې میاشتې په ښوونیزو مرکزونو کې زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۸۶۲ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS