پروان؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شول
یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شول.
یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلوګرامه وریجې، ۵.۵ کیلوګرامه بوره او ۵ کیلوګرامه لوبیا ورکړل شول.
همدارنګه، هرې کورنۍ ته درې پلاستیکي صندوقونه، دوه جوړه بوټان او د روغتیا ساتنې یوه بسته ورکړل شوه.
د دغو مرستو موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو او بېړنیو اړتیاوو پوره کول او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو کمول دي.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې او د کاري شریکانو په ملاتړ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو کورنیو ته د اړتیا وړ خوراکي او غیرخوراکي توکي پر وخت ورسوي او د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.
