کابل؛ د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي مصرفي توکي وسپارل شول
یکشنبه، ۱۴ ربیعالآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون ته د الحیات میډیکل کمپنۍ له لوري ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په موخه د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت طبي مصرفي توکي ورکړل شول.
دغه توکي د الحیات میډیکل کمپنۍ استازي ښاغلي عبدالرحیم صافي د افغاني سرې میاشتې د روغتیا رياست مرستیال ډاکټر لعل محمد احمدزي ته وسپارل.
په سپارل شویو توکو کې پنځه اکسېجنېټرونه (Oxygenators) او ۶۰۰ دانې سټریلیزېشن اېنډېکېټرونه (Sterilization Indicators) شامل دي، چې د قلبي روغتون په طبي او جراحي خدمتونو کې به ترې ګټه واخیستل شي.
افغاني سره میاشت له سوداګریزو او خصوصي شرکتونو، مؤسسو او خیریه بنسټونو غواړي چې د قلبي روغتون د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ پراخې کړي.
د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون هره ورځ د زړه سوري لرونکو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي؛ له همدې امله د اړینو طبي وسایلو او مصرفي توکو برابرول د دغو خدمتونو د دوام او کیفیت په پیاوړتیا کې مهم دي.
افغاني سره میاشت د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې په برخه کې د اړینو طبي امکاناتو د برابرولو لپاره د خصوصي سکټور او خیریه بنسټونو د ملاتړ هرکلی کوي، څو ناروغانو ته د تخصصي درملنې د خدمتونو د دوام زمینه لا پیاوړې شي.
