پکتیکا؛ تر ۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو پروژه بشپړه شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۱۰
K

پنجشنبه، ۸ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال او حوض جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

په دې پروژه کې ۴۰۰ متره کانال او د ۲۰×۳۰ مترو په اندازه د اوبو حوض جوړ شوي او ۱۵۰۰ متره کانال پاک شوی دی.

د پروژې پر مهال ۸۸ کاریګرو ته د ۳۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوه، چې ۲۱ مسلکي کاریګرو ته هر یوه ته ۲۴ زره او ۶۷ غیر مسلکي کاریګرو ته هر یوه ۱۵ زره افغانۍ مزد ورکړل شو.

دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې شوې او د برمل ولسوالۍ د ۳۵۰ کورنیو د اوبو اړتیاوو پوره کولو، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د خلکو د معیشت ملاتړ په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت د ورته پروژو له لارې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اسانتیاوې برابروي او خلکو ته د کار او عاید زمینه رامنځته کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۲۴
Background image

پکتيا کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي

شنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۵۹۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ تر ۲۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو پروژه بشپړه شوه

پنجشنبه، ۸ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال او حوض جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۵:۶
Background image

د زړه سوري لرونکي دوه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه هند ته ولېږل شول

جمعه، ۹ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په هڅو او له هند سره د شوې هوکړې له مخې، د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د دویمې ډلې په لومړي پړاو کې دوه ناروغ ماشومان، چې. . .

BACK TO NEWS