د زړه سوري لرونکي دوه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه هند ته ولېږل شول
جمعه، ۹ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په هڅو او له هند سره د شوې هوکړې له مخې، د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د دویمې ډلې په لومړي پړاو کې دوه ناروغ ماشومان، چې درملنه یې په هېواد کې دننه ممکنه نه وه، د درملنې په موخه هند ته ولېږل شول.
تر دې وړاندې يو شمېر د زړه سوري لرونکي ناروغ ماشومان هم د درملنې لپاره هند ته استول شوي وو، چې تر بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د دغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د هند حکومت پر غاړه اخیستی دی.
هغه ماشومان چې د زړه سوري ناروغۍ درملنه یې په هېواد کې دننه ممکنه وي، د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې په وړیا توګه درملنه کېږي.
