هلمند؛ د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ولایتي نمایندګۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لوژستیکي او مالي اسنادو د کنټرول، ترتیب، تنظیم او مدیریت، د اسنادو د ارزونې، د کیفیت د ښه والي او د چارو د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه، د اسنادو د تنظیم او ارزونې پر مهال د شته ستونزو د حل، د اداري کړنلارو د معیاري کولو او د کنټرول د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه هم هر اړخیز معلومات او عملي لارښوونې شریکې شوې.
د دغه ورکشاپ موخه د کنټرول مدیرانو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د لوژستیکي او مالي اسنادو د مدیریت په برخه کې د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا او د اداري چارو د لا منظم، شفاف او اغېزمن مدیریت لپاره د اړینو مهارتونو لوړول وو.
