ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Nr

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې د هر قرباني کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

یادو کسانو څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ د مرغې کنډو په سیمه کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله په رامنځته شوې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دغه نغدي مرسته د قربانیانو د کورنیو د لاسنیوي او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د یوې برخې د پوره کولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت د بېلابېلو پېښو له امله د زیانمنو کورنیو د وضعیت ارزونې او شته امکاناتو ته په کتو، د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستې وېشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS