د ۲۶ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

کابل - دوشنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند مرکزي مرستون داخلي مشمولینو ته د ۲۶ قلمه ګرمې اعاشې د چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې ۶ سوداګریزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون کړی وو، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د چمتو کولو قرارداد په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.