د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکو ته د کوید۱۹ واکسین تطبیق پیل شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۴ - ۱۰:۵۲
آغاز تطبیق واکسین کوید۱۹ برای کارمندان جمعیت افغانی سره میاشت!

نن دوشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۲۳ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکو ته، د کوید۱۹ واکسین تطبیق، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، لوړ پوړو چارواکو، په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب د کمېټې د رئیس ښاغلي خوان پیدرو، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون د رئیس ښاغلي نسیفر، او ملي ټولنې د کارکوونکو په ګډون سره پیل شو.
د واکسین د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز او په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون ریسانو، و ویل: دا واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) له لوري منل شوی واکسین دی، چې هیڅ ډول جانبي روغتیایي ستونزې نه رامنځ ته کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۳۴
Background image

کابل؛ یو خیرپال هېوادوال د اړمنو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۶۱ زره افغانۍ مرسته وسپارله

شنبه، ۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو د پراختيا او له اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه، یو خیرپال هېوادوال ښاغلي میر مرتضی ۶۱ زره افغانۍ نغدي مرسته د دې ادارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۲۵
Background image

نورستان کې د مرستو درېیمه ورځ؛ ۱،۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ درېیمې ورځې ته ورسېده، چې نن هم د اور مړو او کمو سيمو کې ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

BACK TO NEWS