کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
K

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین ناسته کې د بشري همکاریو، دوه‌ اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او ګډو فعالیتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ناسته کې ښاغلي دلاور د جاپان سور صلیب له خوا اړمنو، بې سرپرسته مېرمنو، ماشومانو او د هغوی د کورنیو ځان بسیاینې، روزنیزو پروګرامونو، د کونړ زلزله ځپلو سره د مرستو او اقلیمي بدلون برخه کې د ترسره شوو مرستو مننه وکړه.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل چې دغه اداره په قلبي روغتون کې د اړمنو کورنیو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې سربېره د کابل مرکزي روغتون، بنسټيزو کلینیکونو او ګرځنده روغتيايي ټیمونو له لارې هم هره ورځ لسګونو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، دا مهال د هېواد په اووه سیمه ییزو زونونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي او نږدې ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې د درملنې او پاملرنې خدمتونه وړاندې کېږي، دغه راز نږدې ۴۵۰۰ اړمنو کورنیو ته هره میاشت د بانکي سیستم له لارې نغدې پیسې لېږل کېږي.

ښاغلي دلاور د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او د رضاکارانو د رول په اړه هم معلومات شریک کړل. هغه وویل چې د افغاني سرې میاشتې ډېری بشري فعالیتونه د کاري شریکانو په همکارۍ ترسره کېږي او د بشري خدمتونو د لا اغېزمنتیا لپاره یې د نړیوالو شریکانو د مرستو د پراختیا او دوام غوښتنه وکړه.

له بل لوري ښاغلي تاناکا د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او ویې ویل چې د جاپان سور صلیب ژمن دی؛ څو له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 نوموړي همدا راز د بشري همکاریو پر دوام او د دواړو لورو ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۴:۴۶
Background image

کنر؛ پروژه دیوار استنادی به ارزش ۴ میلیون افغانی آغاز شد

جمعه، ۱۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی پروژه پول نقد در مقابل کار را به ارزش ۴ میلیون افغانی در قریه بیداد ولسوالی دانگام ولایت کنر آغاز نمود.

از طریق این پروژه، دیوار استنادی به. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

فراه؛ تیم فوتسال هلال‌احمر افغانی قهرمانی جام ولایتی دلارام را بدست آورد

جمعه، ۱۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

تیم فوتسال نمایندگی هلال‌احمر افغانی در ولایت فراه، در مسابقه نهایی رقابت‌های جام ولایتی دلارام با انجام بازی جذاب، قهرمانی این جام را بدست آورد.

در آخرین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۷
Background image

کابل؛ بر تداوم همکاری‌های بشردوستانه میان هلال‌احمر افغانی و صلیب سرخ جاپان تأکید شد

پنجشنبه، ۱۸ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، در نشست آنلاین با یاسو تاناکا، نماینده ویژه رئیس صلیب سرخ جاپان در امور بین‌الملل، درباره. . .

BACK TO NEWS