کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
سې شنبه، ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بمبارۍ له امله يادو کورنيو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره یوه خېمه، یو ترپال، شپږ کمپلې، د پخلنځي د توکو یو سیټ، یو پلاستیکي سطل، یو تشت، دوه د اوبو بوشکې، صابونونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.
دغه مرسته د قربانیانو د کورنیو د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د بېلابېلو پېښو پر مهال زیانمنو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړنۍ بشري مرستې رسوي.
