کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Kabul

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړه او د بستر ناروغانو د درملنې له بهیر یې له نږدې ليدنه وکړه.

ښاغلي دلاور د روغتون له بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پر مهال د متخصصو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو فعالیتونه او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو څرنګوالی و ارزاوه. نوموړي د روغتیاپالانو فعالیتونه مثبت وبلل او د هغوی هڅې یې وستایلې.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لا ښه والي، د ناروغانو د معیاري درملنې او له ناروغانو او د هغوی له کورنیو سره د مناسب چلند په اړه لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټولو ناروغانو ته باید له هر ډول توپیر پرته پر وخت او د اړتیا مطابق روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي دلاور د بستر ناروغانو له والدینو سره هم وکتل او ډاډ یې ورکړ، چې د افغاني سرې میاشتې د قلبي روغتون متخصص ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي شپه او ورځ د ناروغانو په خدمت کې دي او د زړه سوري لرونکو ماشومانو د تخصصي درملنې لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

افغاني سره میاشت د قلبي روغتون له لارې هڅه کوي، چې د زړه سوري لرونکو اړمنو ماشومانو لپاره په هېواد کې دننه معیاري او تخصصي روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه پراخه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

خوست؛ ۷ تُن مواد غذایی به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 هلال احمر افغانی ۷ تُن مواد غذایی را به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده در مرکز ولایت خوست و ولسوالی‌های جاجى میدان، باک، علیشير، صبرى، گربز، نادرشاه کوت، مندوزیو و تنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

کابل؛ رئیس عمومی هلال احمر افغانی از شفاخانه قلبی دیدن نمود

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر افغانی، از خدمات صحی ارائه‌شده در شفاخانه قلبی که به‌تازگی از سوی این اداره افتتاح شده است، بازدید و روند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۷
Background image

بغلان؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بغلان، به ۶۶۲۴ بیماران سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

BACK TO NEWS