بدخشان؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې
شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.
دغه مرسته د ملي ټولنو د نړيوال فدراسيون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ياده نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د بیړني ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ووېشل شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ لازمې بشري مرستې ورسوي او په سختو شرایطو کې یې ملاتړ وکړي.
