لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه
شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.
یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۵ کیلو غوښه ترلاسه کړه.
دغه مرسته د لوی اختر په مناسبت د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې له همکارو بنسټو سره په همغږۍ اړمنو او بېوزله کورنیو ته لازمې بشري مرستې برابرې کړي.
