کونړ کې د ورښتونو له امله ۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه
سېشنبه، ۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د سینزیو کلي ۳ هغو کورنیو ته، چې د وروستیو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۳۰ زره افغانۍ وسپارل شوې.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کړي.
