میدان وردګ؛ ۱۶۵ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ووېشل شوې
سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په پنځو ولسوالیو (نرخ، جلرېز، دایمیرداد، چک او سیدآباد) کې ۱۶۵ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ووېشل شوې.
د یادو بستو په مرسته به رضاکاران د پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
تمه ده، چې د دغو روغتیایي بستو په وېش سره به د رضاکارانو د بېړنیو پېښو پر مهال د چټک او مؤثر غبرګون وړتیا پیاوړې شي او په پایله کې به د زیانمنو هېوادوالو د ژوند ژغورنې او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو کچه لا لوړه شي.
