خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه
شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمنې او پر وخت ځواب وینې، عملي پلان جوړونې، د زیانمنو وګړو د ژغورنې، د نغدو پیسو د خوندي لېږد او شفاف وېش په اړه نظري او عملي معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، ګډونوالو ته په بېړنيو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو هم هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.
د دې ورکشاپ موخه دا وه، چې رضاکاران وکولی شي په بېړنیو حالاتو کې پېښځپلو هېوادوالو ته په چټک، اغېزمن او مسلکي ډول رسېدنه وکړي.
