نیمروز کې پر ۱۰۰ راستنو شوو بې سرپرسته کورنیو ۲.۴ میلیونه افغانۍ مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۲۸ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج اړوند بېلابېلو ناحيو کې پر ۱۰۰ راستنو شوو بې سرپرسته کورنیو دوه میلیونه او څلور سوه زره (۲،۴۰۰،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
يادې کورنۍ چې اوسمهال د حرفوي مهارتونو (ګلدوزۍ، خامک دوزۍ، خیاطۍ...) پر زده کړو بوختې دي، د ورځنيو لګښتونو د پوره کولو په موخه هرې کورنۍ ته ۲۴ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم دې کورنيو ته د وسایلو د پېرلو لپاره ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې وې.
د راستنو شوو او بې سرپرسته هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی پر ځان بسیاینه د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه دي.
