د زلزله ځپلو دوامداره ملاتړ؛ کونړ کې پر ۳۲۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړنیو او ژمنيو توکو مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۲ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې پر ۳۲۰ زلزله ځپلو کورنیو بېلابېل غیر خوراکي او ژمني توکي ووېشل.
په مرسته کې هرې کورنۍ د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۱ د روغتیا ساتنې بسته او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړل.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۲۴۰ کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
