کندز کې پر ۵۰ بې سرپرسته کورنیو د ځان بسياینې په موخه نغدي مرسته ووېشل شوه
شنبه، ۲۹ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په مرستون کې پر ۵۰ بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د ځان بسياینې او دوی ته د کوچنیو کاروبارونو ( مالدارۍ، خياطۍ، چرګانو ساتنې، ګلدوزۍ......) د برابرولو په موخه په لومړي پړاو کې یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په نږدې راتلونکي کې په دوهم پړاو کې هم ۱۳ زره افغانۍ ووېشل شي.
