ننګرهار؛ د بېسرپرسته ښځینه حرفوي زدهکوونکو سره څه کم یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۲۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ختیځ زون په مرستون کې پر ۱۴۳ بېسرپرسته ښځینه حرفوي زدهکوونکو په ټولیز ډول ۹۴۳،۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د دې مرستې له مخې هرې بېسرپرسته ښځینه زدهکوونکې ته د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو په موخه د ۶،۶۰۰ افغانیو په اندازه نغدي مرسته ورکړل شوه.
