ارزګان کې د لومړنیو روغتیایي مرستو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
یکشنبه، ۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په ناکل سیمه کې ۴۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو تر سرلیک لاندې اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کي ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو، حفظ الصحې، ماشوم ساتنې او د پولیو واکسین د تطبیق ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې د اووه ګونو اصولو، تاریخچې، نښان او بشرپاله خدمتونو په اړه په تفصیلي توګه معلومات ورکړل شول.
