د افغاني سرې میاشتې اړوند د موټرو دوه تمځایونه په کرایه ورکول کېږي

کابل - شنبه، ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د آریانا او امیري روغتونونو مخې او د قوای مرکز مارکیټ ته څېرمه د موټرو تمځایونو ( پارکینګونو) د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې دوه جلا ناستې وشوې.
یادو ناستو کې ۱۴ ودانیزو شرکتونو او انفرادي سوداګرو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې قراردادونه پر شرایطو برابر ګټونکو ته ورکړل شي.