سرپرست عمومي رئیس او د نوموړي مرستیال د قطر د سرې میاشتې له مسئولینو سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۹:۴۹
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس او د نوموړي مرستیال د قطر د سرې میاشتې له مسئولینو سره وکتل

نن دوشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۸ مه، د ‎افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د قطر سرې میاشتې د نړیوالو چارو د پرمختګ مسٸول سعید تجاني او د بهرنیو دفترونو مالي چارو مسٸول ښاغلي محمود السید مجدي کمال السبعي سره د بشري مرستو د جلب په موخه لیدنه وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د قطر د سرې میاشتې له لوري د افغاني سرې میاشتې سره له تېرو هر اړخيزو بشري مرستو او دومدار ملاتړ د قدرداني ترڅنګ د دوی مرستې د بېوزلو وګړو د لاسنیوي لپاره خورا زیاتې ارزښتمنې او اغېزمنې وګڼلې او هم یې ددې خیریه ملي ټولنې له لارې د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د ځان بساینې برخه کې د نویو پروژو پيلولو غوښتنه وکړه.

لیدنه کې د قطر سرې میاشتې څخه راغلي پلاوي د افغاني سرې میاشتې د هر اړخيزه بشرپالو خدماتو څخه ستاینه وکړه او هم يې ددې خیریه ملي ټولنې سره د ناچاره وګړو د لاسنیوي په برخه کې د بشري مرستو د پراختیا ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

خوست؛ ۷ تُن مواد غذایی به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 هلال احمر افغانی ۷ تُن مواد غذایی را به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده در مرکز ولایت خوست و ولسوالی‌های جاجى میدان، باک، علیشير، صبرى، گربز، نادرشاه کوت، مندوزیو و تنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

کابل؛ رئیس عمومی هلال احمر افغانی از شفاخانه قلبی دیدن نمود

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر افغانی، از خدمات صحی ارائه‌شده در شفاخانه قلبی که به‌تازگی از سوی این اداره افتتاح شده است، بازدید و روند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۷
Background image

بغلان؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بغلان، به ۶۶۲۴ بیماران سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

BACK TO NEWS