د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د یو شمېر ملي ټولنو له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او بشري مرستو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۷:۱۰
خبر

د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د یو شمېر ملي ټولنو له مسئولینو سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او بشري مرستو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه!

نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۹ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د سرپرست مسئول ښاغلي میلن او د ستراتیژيکې همغږۍ او بشري ديپلوماسۍ د مسئولې ښاغلې هُما نادر په شتون کې د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو د پراختیا په موخه آنلاین ناسته وکړه! 

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د تورخم او سپين بولدک په پنډغالو کې راستنو شویو کورنیو ته د ترسره کېدونکو روغتیایي خدماتو، خوراکي توکو، پخو خوړو، لنډ مهالې سرپناه او د افغاني سرې میاشتې له لوري د هېواد په اووه زونونو کې د مرستونونو او رواني مرکزونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو په تړاو د ناستې ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل.

همدا راز ښاغلي دلاور د وچکالۍ ځپلو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه او راستنېدونکو کډوالو ته عایداتي سرچینې برابرول د ټولو ګډ مسئولیت یاد کړ او دې برخه کې یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د بشپړ ملاتړ غوښتنه وکړه.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو، راستنېدونکو کډوالو او اړمنو وګړو ډېرښت ته په کتو  د مرستو پراختیا یوه مهمه اړتیا وبلله او ډاډ یې وړاندې کړ چې افغاني سره میاشت به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت او ناپلوۍ تر اړمنو او بې وزله هېوادوالو رسوي.

په پای کې د ناستې ګډونوالو د افغاني سرې میاشتې د فعاليتونو او خدماتو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې خیریه ملي ټولنې سره به خپلې مرستې پراخوي او د بشري مرستو  د جلب هڅې به کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

خوست؛ ۷ تُن مواد غذایی به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 هلال احمر افغانی ۷ تُن مواد غذایی را به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده در مرکز ولایت خوست و ولسوالی‌های جاجى میدان، باک، علیشير، صبرى، گربز، نادرشاه کوت، مندوزیو و تنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

کابل؛ رئیس عمومی هلال احمر افغانی از شفاخانه قلبی دیدن نمود

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر افغانی، از خدمات صحی ارائه‌شده در شفاخانه قلبی که به‌تازگی از سوی این اداره افتتاح شده است، بازدید و روند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۷
Background image

بغلان؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بغلان، به ۶۶۲۴ بیماران سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

BACK TO NEWS