د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور او مرستیال حافظ عزیزالرحمن د ترکیې د سرې میاشتې له ریس ښاغلي جنګ اونال سره وکتل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۰:۴۷
ملاقات

نن چهارشنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۸ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور او د نوموړي مرستیال په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر ښاغلي جنګ اونال او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د ترکيې شارژدافير ښاغلي جنګ اونال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې د اسلامي ورورولۍ له مخې تاریخي وبللې او له افغاني سرې میاشتې سره یې د ترکیې د سرې میاشتې له هر اړخيزو همکاریو مننه وکړه. ښاغلي دلاور په افغانستان کې د ترکیې هېواد شارژدافیر ته ډاډ ورکړ چې د دوی له لوري افغاني سرې میاشتې سره کېدونکې مرستې به په بشپړ شفافیت تر اړمنو او مستحقو کورنيو رسوي.
ورپسې ښاغلي جنګ اونال په خپلو خبرو کې وويل: ترکیه او افغانستان په خپل منځ کې ښې اړیکې لري او مونږ هڅه کوو، څو په راتلونکي کې دې اړیکو ته لا پراختیا ورکړو، نوموړي ژمنه وکړه، چې د یو او بل ملاتړ ته به دوام ورکوي او افغاني سرې میاشتې سره په هره برخه کې همکاريو ته چمتو دي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۳۹
Background image

لوگر؛ به خانواده‌های قربانیان حادثه ترافیکی کمک نقدی صورت گرفت

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی به ۳ خانواده در ولایت لوگر که مدتی پیش موقع بازگشت از پاکستان، موتر حامل وسایل کوچ‌شان در ولایت لغمان به داخل دریا سقوط کرده بود، کمک نقدی نمود.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۲۰:۵۱
Background image

ننگرهار؛ به خانواده‌های قربانیان حادثه ترافیکی ۹۴ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی صورت گرفت

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی، به خانواده‌های ۹ قربانی حادثه‌ای ترافیکی در ولایت ننگرهار، ۹۴ هزار و ۵۰۰ افغانی مساعدت نمود.

این کمک که با حمایت فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۲۰:۳۹
Background image

کندز؛ دو پروژه کار در بدل پول نقد آغاز شد

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

دو پروژه کار در بدل پول نقد از سوی هلال‌احمر افغانی با حمایت مالی کمیته بین‌المللی صلیب‌سرخ در قریه‌های کله‌گاو و بوز قندهاری مربوط به شهر کندز آغاز شد.

از طریق. . .

BACK TO NEWS