ځانګړې اونۍ؛ د چنار ترکيه سراپا کلینیک له افغاني سرې میاشتې سره ۵ زره ډالر مرسته وکړه
دوشنبه، ۷ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د ځانګړې اونۍ په لړ کې، د چنار ترکيه سراپا کلینیک د اړمنو، راستنو شویو کډوالو، پېښ ځپلو او بې وزلو ناروغانو د ملاتړ په موخه له افغاني سرې میاشتې سره ۵ زره امریکايي ډالر نغدي مرسته وکړه.
دغه مرسته د ځانګړې اونۍ د پرانیست غونډې پر مهال، د ياد کلینیک رئیس ښاغلي بشیر احمد حیدري په لاس د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته وسپارل شوه.
همدا راز، د نجیب تلاش خیریه بنسټ او یوه سوداګر حاجي عبد الغفور احمدزي د نغدي مرستو ژمنه وکړه. د نجیب تلاش خیریه بنسټ له لوري د ۵ زره امریکايي ډالرو او د حاجي عبدالغفور احمدزي له لوري د ۱۰۰ زره افغانیو مرستې ژمنه شوې ده.
افغاني سره میاشت د یادو مرستو له امله مننه کوي او له شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، صنعتکارانو او خیریه بنسټونو غواړي چې د اړمنو هېوادوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د پراختیا په برخه کې له دې ټولنې سره همکاري وکړي.
