کابل؛ په بېړنیو حالاتو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اړوند فعاليتونو په اړه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۴۹
 K

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ په بېړنیو حالاتو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اړوند فعاليتونو په اړه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ په کابل کې پیل شو.

په دغه ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د اوبو او روغتیا ساتنې آمریت اړوند کارکوونکو ترڅنګ د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکي هم ګډون لري.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام د اوبو د اهمیت او د ژوندیو موجوداتو د ژوند او پایښت لپاره د هغې د حیاتي ارزښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند په اوبو پورې تړلی دی او د اوبو سمه کارونه او مدیریت د هر انسان مسؤولیت دی. هغه زیاته کړه چې د کډوالۍ، وچکالۍ او بېړنیو حالاتو پر مهال ګڼ شمېر خلک پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه بې‌ برخې کېږي؛ له همدې امله د اوبو مدیریت او د پاکو اوبو برابرول ځانګړی اهمیت لري.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان د روزنیز ورکشاپ د پیل هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دغه پروګرام به د بېړنیو حالاتو پر مهال د اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي پاکې اوبه د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې مهمې وبللې او د ټولنې وګړو ته یې د پاکو اوبو برابرول د اړوندو ادارو ګډ مسؤولیت وباله.

په دغه شپږ ورځني ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د اوبو د کیفیت، تصفیې، پاکو اوبو ته د لاسرسي او په بېړنیو حالاتو کې د اوبو د برابرولو د لارو چارو په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۱۴
Background image

هرات؛ به ۱۳۹ خانوادهٔ عودت‌کننده بسته‌های صحی توزیع شد

یک‌شنبه، ۲۸ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به ۱۳۹ خانوادهٔ عودت‌کننده در منطقهٔ شیدایی شهر هرات‌، بسته‌های صحی

 توزیع نمود.

بسته‌های صحی یادشده با حمایت فدراسیون بین‌المللی جمعیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۹
Background image

کابل؛ ۲۷ رضاکار در شفاخانه قلبی برای اطفال مبتلا به سوراخ قلب ۱۰ هزار سی‌سی خون اهدا کردند

شنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

به ابتکار ریاست جوانان و رضاکاران هلال‌احمر افغانی، ۲۷ رضاکار از مراکز آموزشی دفتر مرکزی، ارزان‌قیمت و خیرخانه‌مینه، به‌منظور تداوی و انجام عملیات جراحی اطفال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۸
Background image

لوگر؛ بیش از ۱۱ میلیون افغانی کمک نقدی به ۱۰۵۰ خانواده عودت‌کننده توزیع شد

شنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۱۱ میلیون و ۱۳۰ هزار افغانی کمک نقدی را به ۱۰۵۰ خانواده عودت‌کننده در پل علم مرکز ولایت لوگر و ولسوالی‌های محمدآغه، چرخ و خوشی این ولایت. . .

BACK TO NEWS