کابل؛ مرکزي مرستون کې څلور بيا رغول شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

arcs_website_admin
Sat, Jan 03 2026 3:20 PM
کابل؛ مرکزي مرستون کې څلور بيا رغول شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

شنبه، ۱۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل مرکزي مرستون کې د داخلي مشمولینو لپاره د استوګنځي، روغتیايي مرکز، حرفوي زده کړو مرکز، اداري ودانیو او تشنابونو د رنګمالۍ، اوبو رسونې او برېښنا سیستم د بیا رغونې چارې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهرمند او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرستې آغلې هُما نادر ګډون درلود.
 په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال وویل: افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د خپلو مرستونونو د خدمتونو کچه لوړه او د لا ډېرو بې وسه، یتیمو او بې سرپرسته کورنیو پالنه او لاسنیوی  وکړي. نوموړي د نړیوال فدراسیون د هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او دا ډول زیربنایي پروژې یې د مشمولینو د ژوند ښه کېدلو برخه کې مهمې وبللې. 
ورپسې د مرستونونو رئیس ښاغلي سید احمد بهرمند د د يادو ودانیو بیا رغونه مشمولینو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې یو ستر ګام وګڼه او ويې ويل، چې دې سره به د داخلي مشمولينو ساتنه او پالنه لا منظمه او معیاري شي. 
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرستې آغلې هُما نادر له افغاني سرې میاشتې سره د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې نړیوال فدراسیون به په راتلونکي کې هم د روغتیا، زده کړو او بشري خدمتونو په برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي.

Latest news

Thu, Jun 18 2026 6:50 PM
Background image

Takhar: More Than AFN 1 Million Provided to Support the Economic Empowerment of 79 Families

Thursday, June 18, 2026

 

The ARCS distributed AFN 1,027,000 in cash assistance to 79 families in Baharak and Ishkamish districts of Takhar Province as part of the second phase of. . .

Thu, Jun 18 2026 4:30 PM
Background image

Kunduz: Tents Provided to 12 Repatriated Families for Temporary Shelter

Thursday, June 18, 2026

 

The ARCS distributed tents to 12 repatriated families across various districts of Kunduz City, Kunduz Province.

These families were facing housing. . .

Thu, Jun 18 2026 4:19 PM
Background image

Herat: AFN 90,000 in Cash Assistance Provided to Three Flood-Affected Families

Thursday, June 18, 2026

 

The ARCS provided AFN 90,000 in cash assistance to three flood-affected families in the villages of Qala-e Noak and Taghonkoh, Pashtun Zarghun District,. . .

BACK TO NEWS