کابل؛ مرکزي مرستون کې څلور بيا رغول شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
شنبه، ۱۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل مرکزي مرستون کې د داخلي مشمولینو لپاره د استوګنځي، روغتیايي مرکز، حرفوي زده کړو مرکز، اداري ودانیو او تشنابونو د رنګمالۍ، اوبو رسونې او برېښنا سیستم د بیا رغونې چارې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهرمند او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرستې آغلې هُما نادر ګډون درلود.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال وویل: افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د خپلو مرستونونو د خدمتونو کچه لوړه او د لا ډېرو بې وسه، یتیمو او بې سرپرسته کورنیو پالنه او لاسنیوی وکړي. نوموړي د نړیوال فدراسیون د هر اړخیزو همکاریو مننه وکړه او دا ډول زیربنایي پروژې یې د مشمولینو د ژوند ښه کېدلو برخه کې مهمې وبللې.
ورپسې د مرستونونو رئیس ښاغلي سید احمد بهرمند د د يادو ودانیو بیا رغونه مشمولینو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې یو ستر ګام وګڼه او ويې ويل، چې دې سره به د داخلي مشمولينو ساتنه او پالنه لا منظمه او معیاري شي.
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون سرپرستې آغلې هُما نادر له افغاني سرې میاشتې سره د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې نړیوال فدراسیون به په راتلونکي کې هم د روغتیا، زده کړو او بشري خدمتونو په برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي.
